تاسې خپل حقوق پیژنی؟

ټول خلګ یو شان حقوق لري. تاسې یا نور ماشومان او تنکې ځوانان حق لری چې په یوه امن چاپیریال کې ژوند وکړی.
تاسې حق لري چې:
- پوه شی چې تاسې ولی یو HVB، یا فامیلي کور کې ژوند کوی.
- کله چې ستاسې په اړه پلانونه جوړیږي باید حاضر واوسیږي. د بیلګی په توګه، تاسې د څه مودې لپاره باید په کور کې پاتې شئ او وروسته له هغه نه به چېرته ولیږدول شي.
- خپل ټولنیز مسوول کس وپیژنئ او دا چې څرنګه کولای شی د هغو سره اړیکه ونیسئ.
- ستاسې د ټولنیزو چارو کارکوونکۍ ستاسو سره د اړیکي، لیدنې او کتنې او د چارو د څارنې مسؤلیت پر غاړه لري.
- خپل د ټولنیزو چارو د کارکوونکي سره یوازی وګورئ.
- څه چې مو په زړه کې وي هغه ووایاست او خپل غږ د هغو غوږونو ته ورسوئ.
- د مجازاتو سره مخ نشئ.
- د هغه څه چې ستاسو په اړه لیکل شوی دی ځان پوه کړي. که چېری کوم څه وی چې تاسې نه پوهیږي، او یا غواړی چې لا زیات معلومات تر لاسه کړی، تاسې حق لری چې بیاځلي پوښتنی وکړئ.
- که ګمان کوی چې کوم څه ناسم دی، تاسې حق لري چې خپل نظر په راپور کې شامل کړی.
که چبرته ستاسې عمر د ۱۵ کلونو څخه زیات وي، تاسې حق لری چې:
- ټولنیز خدمتونو ته د هغه څه په اړه چې اړتیا لری غوښتنه وکړئ.
- د هغه پریکړو په اړه چې د ټولنیزو خدمتونو اداره ستاسو په اړه یی کوی، استیناف وړاندی کړئ.
- د ټولنیزو خدمتونو وړاندیز ته د هو او نه ځواب ورکړئ. ترڅو د ټولنیزو خدمتونو اداره وتوانیږي چې پریکړه وکړی د بیلګی په توګه، چې تاسې په HVB، یا په فامیلي کور کې و اوسیږي. هغوی ستاسې هوکړی ته اړتیا لری. اما دا د LVU، (د تنکېوځوانانو د پاملرنی د ځانګړی حقوقی څارنی) په پریکړی د پلی کېدو وړ ندی.
ښوونځۍ یا بله دنده
تاسې حق لری چې:
- د ښوونځی د کارونو په اړه ملاتړ تر لاسه کړئ.
- ښوونیز یا د بلې دندې په اړه مرسته تر لاسه کړئ.
کور
تاسې حق لری چې:
- په خوندی او امن چاپیریال کې ژوند وکړی.
- په هغه ځای کې چې ژوند کوی، د قوانینو او ورځني کارونو په اړه پوه شی.
- هر څوک چې یاست باید ستاسې درناوی وشي.
- د اړتیا په وخت کې وکولای شی چې د کارکوونکو یا د مور او پلار سره خبری وکړئ.
- خپل توکي په خوندي ځای کې پریږدئ.
روغتیا او خواړه
تاسې حق لری چې:
- روغتیایی پاملرنه او د غاښونو درملنه ترلاسه کړی.
- مناسب تغذی خواړه تر لاسه کړی، د بیلګې په توګه، که چېری تاسې سبزي خوړونکې یاست یا تاسې نه غواړی چې ځیني غوښی د نورو لاملونو په خاطر وخوری.
د مور او پلار او دوستانو سره اړیکه نیول
تاسې حق لري چې:
- د مور او پلار، وړونو خویندو، یا نور خلکو سره چې تاسې ته مهم دی زیاتره اړیکې ونیسئ. دا په تاسې پوری اړه لري چې چاته لومړیتوب ورکوئ. که څه هم هر کله هرڅه ستاسې په خوښه نه دی. ستاسو د ټولنیزو چارو کارکوونکې په دی اړه زیات معلومات درکولای شی.
- که چېرته پریکړه وشي چې تاسو ته د LVU پاملرنه درکړل شی، د ټولنیز خدمتونو اداره کولای شي پریکړه وکړي چې تاسې باید له چا سره اړیکې ولرئ لکه د مور او پلار سره اړیکه. که چېرته ستاسې عمر د ۱۵ څخه زیات وی تاسې کولای شی چې محکمی ته په دی اړه اپیل وکړي.
که چېری ځینی شیان ناسم وی یا د کار وړ نه وی د چا سره خبری کولای شم؟
- په لومړي ګام کې تاسې باید د خپل فامیلي کور، د HVB کور سره او یا نور مشرانو سره چې ستاسې د اعتماد وړ وی خبری وکړئ.
- که چېری تاسې غواړی چې هغه څه چې ستاسو لپاره پلان شوی دی د څرنګوالی په اړه بحث وکړي یا که چېری تاسې د مور او پلار او یا نورو سره د اړیکو په تنظیم سره ناخوښ یاست، تاسې کولای شی د ټولنیزو چارو د کارکوونکې سره خبری وکړئ.
- که چېری ستاسې د ټولنیزو چارو کارکوونکې ستاسو خبرو ته او تاسو ته پاملرنه نه کوی، تاسې کولای شی چې د ټولنیزو چارو د کارکوونکې د مدیر سره په اړیکه کې شئ.
IVO سره په اړیکه کې شئ
- که چېری تاسې خپل د حقوقو په اړه پوښتنه لری، یا د ټولنیزو خدمتونو ناسم وړاندیزونو، او یا هم د روغتیا او ناروغ په هکله څه ویل لري د IVO سره په اړیکه کې شئ.
- IVO د ماشومانو او تنکېو ځوانانو لپاره یو ځانګړې شمیره، بریښنالیک او چټ لاین لری، د ماشومانو او تنکېو ځوانانو هاټ لاین (barn-och undomslinje). تاسې کولای شی چې د تلیفون شمیره او بریښنالیک، د لاندی څخه لاس ته راوړي.
- کله چې تاسې د IVO سره اړیکه نیسی ستاسې پیژندنه پټه ساتل کېږي. اما د بیلګی په توګه که چېری تاسې د IVO، څخه وغواړي چې پلټنه وکړی یا د موضوع په اړه لا زیاته کتنه وکړی نو مونږ ډیري وختونه د څه زیاتو معلوماتو غوښتنه کوو. د بیلګی په توګه، دا چې د HVB کوم کور دی یا کوم فامیلي کور دی.
IVO، د ټولنیزو خدمتونو په اړه څارنیز رول لري، دا په دی معنی ده چې:
- IVO باید اطمینان تر لاسه کړي دا چې د ټولنیزو خدمتونو اداره ماشومانو او ځوانانو څخه پاملرنه کړی او نوموړی پاملرنه د هغو د رضایت وړ او د ښه کیفیت درلودونکې ده.
- IVO باید اطمینان تر لاسه کړي چې د ټولنیزو خدمتونو اداره د قوانینو سره سم، ستاسو قضیه مخې ته بیایی.
- تاسې حق لری چې د هر چا د اجازی پرته د IVO، سره خبری وکړئ.
- IVO ځانګړی مسؤلیت لري ترڅو هر کال د HVB کورونو څخه پلټنه وکړي.