مونږ ستاسې د پاملرنې استوګنیز کور (HVB) څخه کتنه کوو ترڅو وګورو چې په کوم وضعیت کې دی

که چیرته تاسې د پاملرنې په یو استوګنیز کور کې (چې په سویډني ژبه HVB ورته وایی) اوسیږئ، کله چی مونږ ستاسې د کور څخه لیدنه کوو، تاسو ته به موقه درکړل شي ترڅو مونږ سره د روغتیا او ټولنیز په ادارې کې (Inspektionen för vård och omsorg (IVO)) خبری وکړئ.
د ( اداري پاملرنې ملي بورډ) د ځوانانو ځانګړي کورونه هم د پاملرنې د استوګنیز کورونه HVB ګڼل کیږی.
دا لیدنه د پلټنې په نوم یادیږي. که چیرته تاسې غواړی زمونږ سره خبري وکړی، کله چی مونږ راځو یوازې کارکوونکو ته یا مونږ ته ووایاست. که چیرته تاسې ژباړونکي ته اړتیا لری، مونږ کولای شو چی تنظیم یی کړو.
ولی مونږ ستاسی HVB پلټو؟
قانون پر بنسټ، د روغتیا او ټولنیزې پاملرنې اداره یا IVO ته اړینه ده چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د HVBs څخه پلټنه وکړی. کله ناکله د HVB کورونو کارکوونکي د پلټنې نه مخکې خبر وی، او کله هم پرته له دی چې څوک خبر وي مونږ یی کور ته ورځو.
آیا پلټونکي کولای شي توپیر منځ ته راوړي؟
هو. مونږ د HVB کورونو پلټنه کوو ترڅو مطمن شو چی دوی د پلي شوی قوانینو او مقرراتو سره سره سم چلند کوی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مطمن شو ترڅو ماشومانو او تنکي ځوانانو ته خوندي پاملرنه او درملنه ورکول کیږی. که چیرته تاسې ګمان کوی چې کوم څه سم ندی یا غواړی چې بدلون پکې راشی، په لومړی ګام کې تاسې باید دخپل HVBد کارکوونکو سره او یا د ټولنیز خدمتونو سره په اړیکه کې شئ. د IVO اداره نشي کولای، د بیلګی په توګه، په خوراکې توکو کې چې ورکول کیږي، یا دا چې په HVB کور کې څومره فعالیتونه ترسره کوی یا هم د ټولنیزو خدمتونو د ادارې لخوا د پاملرنې په ارزونې کې بدلون راولي. خو که چیرته تاسې فکر کوی چې پاملرنه نه درته کیږی او یا د نه خوندیتوب احساس کوی، تاسې کولای شئ چی IVO سره خبری وکړئ.
که چیرته تاسې یو پناه غوښتونکي یاست او په دی اړه پوښتنې لری، کولای شی چی د کډوالو دفتر ته ورشئ. IVO، د پناه غوښتونکو په مسایلو باندې کار نکوی او په سویدن کی د پاتی کیدو د تصمیم په اړه هیڅ ډول اغیزمنتیا نلری.
د پلټنې په لړ کی څه پیښ کیږی؟
په هره پلټنه کې مونږ د HVB په کور کې د کارکوونکو سره او د هغه ماشومان سره چې غواړي زمونږ سره خبری وکړی لیدنه کوو. مونږ غواړو پوه شو چې په تاسی دلته څه تیریږی، آیا کارکوونکي په سمه توګه ستاسې پالنه کوي او د خوندیتوب احساس کوی، ځینی وختونه وروسته د پلټنې څخه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره د تلیفون له لارې خبرې اتری تر سره کیږی. او کله ناکله د HVB کور او یا د ټولنیزو خدمتونو سره د پلټنو د پایلو په اړه خبری اتری کوو.
وروسته له هغه څه کیږي؟
وروسته له هغه مونږ په لیکلې بڼه د HVB کور د ارزونې په اړه لیکلې پریکړه کوو- دا چې آیا د بدلون لپاره باید کارکوونکې څه وکړئ که نه. پریکړه د راپور په څیر کار کوي او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ویناوي په لنډه توګه په پریکړه کې راغلي دي- بی له دې چې نومان یی ذکر شي. تاسې اجازه لري چی لیکل شوی پریکړه هر کله چی وغواړی وګورئ. خپل HVB کور کې له کارکوونکو څخه وپوښتئ.
کله چې مو خوښه وي زمونږ سره په اړیکه کې شئ
که چیرته تاسې غواړی زمونږ سره په IVO کی خبری وکړئ، وړاندی او وروسته د کتنې څخه تاسې کولای شی چی هغه کس ته زنګ ووهئ او یا بریښنالیک راولیږئ چی ستاسې د HVB کور څخه یی لیدنه کړی وی. کارکوونکي زمونږ د تلیفون شمیره او پته لري. که چیرته تاسې د خپل حقوقو په اړه پوښتنې لری او یا هم غواړی په دې اړه چې ټولنیز، روغتیایی یا د ناروغ د پاملرنې په اړه فعالیت سم نه ترسره کیږی خبری وکړی، کولای شی چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمیرې(Barn- och ungdomslinjen) ته زنګ ووهئ.