مونږ ستاسې د ملاتړیز کور څخه کتنه کوو ترڅو وګورو چې په کوم وضعیت کې دی

که چیرته تاسې په یو ملاتړیز کور کې اوسیږئ، کله چی مونږ ستاسې د کور څخه لیدنه کوو، تاسو ته به موقه درکړل شي ترڅو مونږ سره د روغتیا او ټولنیز په ادارې کې (Inspektionen för vård och omsorg (IVO)) خبری وکړئ. دا لیدنه د پلټنې په نوم یادیږي.
که چیرته تاسې غواړی زمونږ سره خبري وکړی، کله چی مونږ راځو یوازې کارکوونکو ته یا مونږ ته ووایاست. که چیرته تاسې ژباړونکي ته اړتیا لری، مونږ کولای شو چی تنظیم یی کړو.
ولی مونږ ستاسی ملاتړیز کور پلټو؟
د قانون پر بنسټ، د روغتیا او ټولنیزې ملاتړیز اداره یا IVO ته اړینه ده چې د تنکیو ځوانانو د ملاتړیز
کورونو څخه پلټنه وکړی. کله ناکله د ملاتړیز کورونو کارکوونکي د پلټنې نه مخکې خبر وی، او کله هم پرته له دی چې څوک خبر وي مونږ یی کور ته ورځو.
آیا پلټونکي کولای شي توپیر منځ ته راوړي؟
هو. مونږ د ملاتړیز کورونو څخه پلټنه کوو ترڅو مطمن شو چی دوی د پلي شوی قوانینو او مقرراتو سره سره سم چلند کوی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مطمن شو ترڅو تنکي ځوانان خوندي او مصوونه کور ولري، خبرو ته یی غوږ نیول کیږي او د اړتیا وړ ملاتړ ترلاسه کړي. که چیرته تاسې ګمان کوی چې کوم څه سم ندی یا غواړی چې بدلون پکې راشی، په لومړی ګام کې تاسې باید د ملاتړیز کور د کارکوونکو سره او یا د ټولنیز خدمتونو سره په اړیکه کې شئ. که چیرته تاسې فکر کوی چې ستاسو خبرو ته څوک غوږ نه نیسي او یاهم احساس کوی چې خوندي نه یاست، تاسې کولای شئ زمونږ سره د IVO په اداره کې خبري وکړئ.
که چیرته تاسې یو پناه غوښتونکي یاست او د خپل پناه غوښتنې د قضیی په اړه پوښتنې لری، کولای شی چی د کډوالو دفتر ته ورشئ. IVO، د پناه غوښتونکو په مسایلو باندې کار نکوی او په سویدن کی د پاتی کیدو د تصمیم په اړه هیڅ ډول اغیزمنتیا نلری.
د پلټنې په لړ کی څه پیښ کیږی؟
په هره پلټنه کې مونږ د ملاتړیز کور د کارکوونکو سره او د هغه ځوانانو سره چې غواړي زمونږ سره خبری وکړی لیدنه کوو. مونږ غواړو پوه شو چې په تاسی دلته څه تیریږی، آیا کارکوونکي هغه مرسته چې تاسې ورته اړتیا لری در کوی، او آیا دا چې د خوندیتوب احساس کوی. ځینی وختونه وروسته د پلټنې څخه د ځوانانو سره د تلیفون له لارې خبرې اتری تر سره کیږی. کله ناکله د ملاتړیز کور د آمر او یا د ټولنیزو خدمتونو سره د پلټنو د پایلو په اړه خبری اتری کوو.
وروسته له هغه څه کیږي؟
وروسته له هغه مونږ په لیکلې بڼه د ملاتړیز کور د ارزونې په اړه لیکلې پریکړه کوو- دا چې آیا د بدلون لپاره باید کارکوونکې څه وکړئ که نه. پریکړه د راپور په څیر کار کوي او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ویناوي په لنډه توګه په پریکړه کې راغلي دي- بی له دې چې نومان یی ذکر شي. تاسې اجازه لري چی لیکل شوی پریکړه هر کله چی وغواړی وګورئ. خپل HVB کور کې له کارکوونکو څخه وپوښتئ.
کله چې مو خوښه وي زمونږ سره په اړیکه کې شئ
که چیرته تاسې غواړی زمونږ سره په IVO کی خبری وکړئ، وړاندی او وروسته د کتنې څخه تاسې کولای شی چی هغه کس ته زنګ ووهئ او یا بریښنالیک راولیږئ چی ستاسې د ملاتړیز کور څخه یی لیدنه کړی وی. کارکوونکي زمونږ د تلیفون شمیره او پته لري. که چیرته تاسې د خپل حقوقو په اړه پوښتنې لری او یا هم غواړی په دې اړه چې ټولنیز، روغتیایی یا د ناروغ د ملاتړیز په اړه فعالیت سم نه ترسره کیږی خبری وکړی، کولای شی چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمیرې(Barn- och ungdomslinjen) ته زنګ ووهئ.